په کابل کښې چاودنې شوي دي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د دوو پرله پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي او ورپسې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.
په جیو نیوز ویب پانړه د رپورټ مطابق ددې بریدونو تصدیق د اسلامی امارت مرستیال بلال کریمي کړې دې ، کریمي وایی چې کابل کښې پرله پسې چاودنې شوي دي.د بلال کریمي په وینا، په کابل کې دواړه چاودنې د سردار محمد خان داوود پوځي روغتون ته نزدې شوي دي.
په دې چاودنو کښې د مرګ ژوبلې په اړه معلوماتالا تراوسه نه دې خپاره شوي.
یاده دې وی چې په اکتوبر میاشت کښې هم یوه چاودنه په کندوز کښې د جمعې په ورځ د شیعه ګانو په جماعت کښې شوې وه، هم دې جمعې پسې بله جمعه بیا بله چاودنه د کندهار په فاطمه بی بی مسجد کښې هم یو برید ترسره شوې وو، ددې دواړو بریدونو ذمه واري د داعش خراسان ډلې په خپله غاړه اخستې وو.
2 Explosion, gunfire heard in Kabul https://t.co/ESSLgdAwJu pic.twitter.com/daOaqDD8SU
— Pajhwok Afghan News (@pajhwok) November 2, 2021