د بلوڅ پیوستون شورا غړو په اسلام اباد کې د نیشنل پریس کلب مخې ته مظاهره دوام لري، مظاهره کوونکو سره چارواکو خبرې اترې کړي دي.
باغی ټي وي رپورټ
د بلوڅ پیوستون شورا غړو په اسلام اباد کې د نیشنل پریس کلب مخې ته مظاهره دوام لري، مظاهره کوونکو سره چارواکو خبرې اترې کړي دي.
وفاقي وزيرانو فواد حسن فواد او مرتضي سولنګي د مظاهره چيانو سره خبرې اترې وکړې، د بلوچستان ګورنر ملک ولي کاکړ هم د نگران وفاقي وزيرانو سره موجود وو.
فواد حسن فواد د بلوڅ سولیډریټی کمیټئ نمائندګانو سره خبرو کښې اوویل چې هغه د وزیراعظم په استازیتوب د مذاکراتو لپاره راغلی دی، د احتجاج کوونکو ټولې جائز غوښتنې به پوره کوي.
د کمېټۍ تر غونډې وروسته په جاري شوي بيان کې ويل شوي چې د ګوندونو تر منځ خبرې په ښه فضا کې شوې او دواړو خواوو نن بيا خبرو اترو ته تياری ښودلی دی، چې په ترڅ کې يې د بلوچستان ګورنر ملک ولي کاکړ هم خبرې وکړې. لاريون کوونکو تېره ورځ د…
بلخوا د بلوڅ اتحاد کونسل په مظاهره کې د قومي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر، فرحت الله بابر او سناتور مشتاق احمد هم ګډون کړی و.
دپيپلز پارټۍ مشر فرحت الله بابر ميډيا سره په مرکه کې وويل بلوڅان دبنسټيزو بشري حقونو غوښتنه کوي خو دجماعت اسلامي سينيټر مشتاق احمد وئيلي دي چې دقانون سره سم ټول په زوره ورک کړل شوي کسان بايد بيرته ترلاسه کړل شي.