پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) د انټرا پارټي الیکشن په اړه د الیکشن کمیشن د فیصلې خلاف عدالت ته د رجوع کولو فیصله ځنډولې ده

باغی ټي وي رپورټ
پېښور: پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) د انټرا پارټي الیکشن په اړه د الیکشن کمیشن د فیصلې خلاف عدالت ته د رجوع کولو فیصله ځنډولې ده.
تيره ورځ اليکشن کميشن د پي ټي آئي انټرا پارټيز اليکشن کالعدم ګرځولي او د دوي نه ئي د بيټ انتخابي نشان هم واپس کړے دے۔
د پي ټي آئي مشر بيرسټر ګوهر علي خان د اليکشن کميشن فيصله رد کړې او د فيصلې خلاف پيښور هائي کورټ ته د رجوع کولو اعلان کړے دے۔
خو اوس داسې راپورونه دي چې د اليکشن کميشن د پريکړې په ضد عدالت ته د پي ټي آئي اپيل ځنډول شوى دى.
پاکستان تحریک انصاف خپل بیټ مارک له لاسه ورکړی دی
دسرچينو له مخې پي ټي ائي تراوسه دانتخاباتي کميشن څخه دفيصلې تصديق شوې کاپي نه ده ترلاسه کړې، پارټۍ وېره لري چې دتصديق شوي کاپي په نشتوالي کې به دا درخواست رد کړل شي.
سرچينې وائي حامد خان، بيرسټر ظفر اؤ بيرسټر گوهر علي په دې اړه صلاح مشورې کوي چې کله او چرته مقدمه درج کړل شي.
د ذرائعو ترمخه د پارټئ مشران به د اليکشن کميشن د فيصلې په ضد د پي ټي آئي باني چيئرمين عمران خان سره هم مشوره کوي۔





