امریکا پر ایران تور پورې کړی چې په سور سمندرګي کې د حوثیانو پر کښتیو د بریدونو پلان لري

باغی ټي وي رپورټ
امریکا پر ایران تور پورې کړی چې په سور سمندرګي کې د حوثیانو پر کښتیو د بریدونو پلان لري.
په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت شورا ویاند اډرین واټسن ویلي، ایران د یمن حوثي یاغیانو په سور سمندرګي کې پر کښتیو په بریدونو کې لاس لري، ایران حوثیانو ته ډرون، توغندي او تخنیکي معلومات ورکړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «ایران په سور سمندرګي کې پر کښتیو د برید په پلان کې په بشپړه توګه لاس درلود، موږ پوهیږو چې ایران له ډېرې مودې راهیسې په سیمه کې د بې ثباتۍ د هڅولو لپاره له حوثیانو سره مرسته کوي.






