په تيرو ٢٤ ساعتو کې د رفح کراس او جباليه کمپ په ګډون په ٢٣٠ ځايونو د اسرائيلي پوځ د درنو ډزو په نتيجه کې تر سلو زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي

0
101

باغی ټي وي رپورټ
په تيرو ٢٤ ساعتو کې د رفح کراس او جباليه کمپ په ګډون په ٢٣٠ ځايونو د اسرائيلي پوځ د درنو ډزو په نتيجه کې تر سلو زيات فلسطينيان شهيدان شوي دي.

صهیونیسټي پوځیانو د سرې میاشتې ودانۍ محاصره کړې ده او اسرائیلو هم د غزې د شجاعیه سیمې د نیواک ادعا کړې ده او د خان یونس اروپایې روغتون ته نږدې په بمبارۍ کښې ۵۵ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

په غزه کې د اسراييلي پوځ د عملياتو په ترڅ کې د نيول شويو فلسطينيانو شمېر هم له ۴۵۰۰ څخه اوښتی دی.
د اسراییلو د بمباریو له امله د غزې په شمال کې ټول روغتونونه غیرفعاله شول، په داسې حال کې چې د غزې هدیرې د صهیونیسټي ځواکونو له منګولو نه شي خوندي کیدلی، اسراییلو هم د غزې په ختیځ کې قبرونه په بلدوزرونو وغورځول.

د بله پلوه د اسراییلو د تیري په ځواب کې حماس په تیرو ۷۲ ساعتونو کې پر تل ابیب نوي راکټي بریدونه کړي او په غزه کې يي د اسراییلي ټانکونو، بلدوزرونو او موټرو ته زیان رسولی دی.

د حماس په ځوابي بریدونو کې یو شمېر اسرائیلي پوځیان وژل شوي، پر غزې د اسرائیلي پوځ په ځمکنیو عملیاتو کې تر اوسه د ۱۳۷ پوځیانو وژل کېدل تایید شوي دي.
حماس د جګړې د وقفې او د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره د خبرو اترو لپاره د اسراییلو هڅو ته په کلکه ځواب ورکړ او څرګنده یې کړه چې دا د فلسطین ملي پریکړه ده چې د اسراییلو یرغل په بشپړ ډول پای ته رسیدو پورې به هیڅ ډول خبرې اترې ونه کړي.

د حماس د القسام لوا له خوا د اسرائیلو په بمبارۍ کې د وژل شویو ۳ یرغمل شویو کسانو ویډیو هم خپره شوې ده.

له بلې خوا، د امریکا استخباراتي ادارو تایید کړې چې د اسراییلو جګړې د حماس نفوذ زیات کړی او حماس په اسلامي نړۍ کې ځان د فلسطینیانو د مدافع په توګه ځای په ځای کړی دی.

د بله پلوه د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو اسراییلو ته خبرداری ورکړی چې د اسراییلو کړنې د یهودي دولت د ملاتړ د خطر سره هم مخامخ دي.

په پام کې ده چې نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند په اړه وروستۍ رایه اچونه وشي.

دا هم باید په یاد ولرئ چې د اکتوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر له ۲۰ زرو اوښتی او ۵۲ زره ۵۸۶ تنه ټپیان شوي دي. په شهیدانو او ټپیانو کې تر نیمایي زیات یوازې ماشومان او ښځې دي، په داسې حال کې چې د اسرائیلو د وحشتونو له امله په میلیونونو خلک بې کوره شوي دي.

Leave a reply