د جماعت اسلامي مشر سېنېټر مشتاق احمد وئيلي دي چې د نهم مې پېښې په مناسبت سره يو ګوند دیول ته ګولو او د انتخابي نشان نه محرومول ښه کار نه دې.

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي مشر سېنېټر مشتاق احمد وئيلي دي چې د نهم مې پېښې په مناسبت سره يو ګوند دیول ته ګولو او د انتخابي نشان نه محرومول ښه کار نه دې.

د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې د خبرو په وخت سينيټر مشتاق احمد وويل د آزادو او منصفانه انتخاباتو ترسره کول د اليکشن کميشن آئيني ذمه واري ده۔

کوربه حامد میر سره خبرو کې د نېشنل پارټۍ سینیټر طاهر بزنجو وویل چې مونږ د تحریک انصاف د سیاست له انداز سره سخت اختلاف لرو خو دا هم حقیقت دی چې تحریک انصاف دا مهال د ملک یو له سترو ګوندونو څخه دی.
ده ووئيل چې پي ټي آئي به د بيټ نښان نه ترلاسه كوي او نه به كوم كانديد چې د پي ټي آئي باني ټاکي هغه به ووټونه ترلاسه كوي۔

هغه وويل، چې دا مهال هېواد تر ټولو زيات سياسي ثبات ته اړتيا لري او دا ثبات له پاکو او رڼو ټاکنو پرته ناشونى دى.

پام مو وي چې پي ټي ائي به د بټ ټاکني نشان ترلاسه کړي که نه؟ دا لا څرګنده نه ده، خو د پېښور هايي کورټ د ټاکنو کمېشن ته لارښوونه کړې، چې تر جمعې پورې دې د قانون له مخې پرېکړه وکړي.

Leave a reply