د پاکستان تحريک انصاف مشر وکيل لطيف کهوسه وئيلي دي چې د پي ټي آئي باني د اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانې کيس کښې د مقدمې د فيصلې د معطل کولو په ضد سپريم کورټ ته ځي
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر وکيل لطيف کهوسه وئيلي دي چې د پي ټي آئي باني د اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانې کيس کښې د مقدمې د فيصلې د معطل کولو په ضد سپريم کورټ ته ځي۔
د جيو نيوز پروګرام نن له شاهزيب خانزاده سره په خبرو کې لطيف کهوسه وويل چې د سترې محکمې پرېکړه به وځنډول شي.
کوربه شاهزېب خانزاده سره خبرو کې لطيف کهوسه د پي ټي ائي په چيئرمېن نيوکې وکړې او ويې ويل چې بيرسټر ګوهر خان دومره تجربه نه لري څومره چې زه لرم دا ټول د پيپلز پارټۍ سره شوي دي .
ده ووئيل د لويو ګوندونو بهر ساتلو سره د انتخاباتو وقار متاثره كېږي، پي ټي آئي يو متبادل پلان تيار كړے۔لطيف کهوسه وويل دپي ټي ائي باني ته ورکړل شوې سزا غلطه وه، فيصله موقتي وه اؤ بدل کړل شي.
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښي د مقدمي عدالت فيصله په مکمله توګه معطل کولو لپاره د پي ټي آئي باني عمران خان بله درخواست مسترد کړے دے