په ټول هیواد کې د ټاکنو بهیر رسما پیل شو. په لاهور، اسلام اباد او نورو ښارونو کې هم ګڼو کانديدانو د قومي او صوبايي اسمبلۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه کړي دي.

0
244

باغی ټي وي ربورټ
په ټول هیواد کې د ټاکنو بهیر رسما پیل شو. په لاهور، اسلام اباد او نورو ښارونو کې هم ګڼو کانديدانو د قومي او صوبايي اسمبلۍ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه کړي دي.

د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زرداري د اين اے 194 لاڑکانه سيټ لپاره د نامزدګۍ کاغذونه ترلاسه شوي دي۔

په عين حال کې پاکستان بار کونسل، سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن، د سندهـ هائي کورټ بار ايسوسي ايشن او د پنجاب بار کونسل په حلقه بندۍ او د څوکيو په وېش اندېښنه ښودلې او د چيف اليکشن کميشنر د استعفا غوښتنه يې کړې ده.

د ټاکنو کمېسیون ویاند د بار کونسلونو تورونه رد کړل او ویې ویل، چې د ټاکنو کمېسیون به هېڅ ډول فشار او تور پورې نه شي.

سترې محکمې پرېکړه کړې، چې د ټاکنیزو حوزو اعتراضونه به له ټاکنو وروسته اورېدل کېږي.

د جيو نيوز پروګرام کيپيټل ټاک کښې درې سترو سياسي ګوندونو مسلم ليګ نون، تحريک انصاف او پيپلز پارټي د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا د چوکۍ نه د لرې کولو لپاره د پاکستان د مختلفو بارونو غوښتنه رد کړې ده۔

Leave a reply