باغی ټي وی رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منير واشنگټن ته په رسيدو سره دپاکستان په سفارت کې دامريکا دپوځ له استازو سره دوه نيم ساعته ليدنه وکړه.
د راپورونو له مخې په دې کتنه کې د پاکستان او امریکا پر اړیکو، د سیمې او هېواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت خبرې وشوې.له دې وړاندې دپوځ سرلښکر عاصم منير اؤ دامريکا دمرکزي کمانډ کمانډر جنرال مائيکل ايرک ترمينځ ليدنه شوې وه.
د آئي ايس پي آر ترمخه د آرمي چيف او د امريکې سنټرل کمانډ کمانډر جنرل مايکل ايريک ترمينځه د دوه اړخيزه دلچسپي په معاملو خبرې شوي دي۔
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې په دې کتنه کې د سیمې پر امنیتي وضعیت هم خبرې وشوې.










Leave a Reply