د غزې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د اسراییلو په ځمکنیو عملیاتو کې د اسریلی فوځیانو مرګ ژوبلې کچه مخ په زیاتیدو ده

باغی ټي وی رپورټ
د غزې په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې د اسراییلو په ځمکنیو عملیاتو کې د اسریلی فوځیانو مرګ ژوبلې کچه مخ په زیاتیدو ده.
اسراییلو د اکټوبر له ۲۷ راهیسې په غزه کې د خاورو په یوه کنده بدلولو سره ځمکني عملیات پیل کړي او لا هم دوام لري.
اسراييلي ځواکونه په غزه کې د مجاهدينو له سخت مقاومت سره مخ دي او اوس د مالي زيان ترڅنګ د اسراييلي ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه هم مخ په زياتېدو ده.
اسراییلي ځواکونو په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د خپلو پنځو نورو سرتیرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
د اسرایلي ځواکونو په وینا، د یکشنبې په ورځ (دسمبر ۱۷) په غزه کې د ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د یوه افسر په ګډون ۴ پوځیان ووژل شول او یو ټپي عسکر هم د ډسمبر پر ۱۴ مړ شو.
اسرائیلي چارواکو ویلي چې د غزې په ځمکنیو عملیاتو کې د وژل شویو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۱۲۷ ته ورسېد.
د بله پلوه د فلسطین د مقاومت د سازمان حماس نظامي څانګې القسام بریګیډ د دسمبر په ۱۷ نیټه د اسراییلو په پوځي موټر د برید ویډیو خپره کړې ده.






