پاکستان له بهرنۍ مرستې ۴ میلیارده ۲۸ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي

0
191

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: پاکستان ته د جولائي نه تر نومبر پوري د خارجي قرضونو او مرستو تفصيلات مخې ته راغلي دي۔

د اقتصادي چارو د څانګې د سند له مخې، د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې پاکستان له بهرنۍ مرستې ۴ میلیارده ۲۸ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

د ۱۷ میلیارده ۶۱ میلیونه ډالرو کلني هدف په مقابل کې په ۵ میاشتو کې ۲۴ سلنه فنډونه ترلاسه شوي دي.

د اقتصادي چارو ډويژن ترمخه سعودي عرب د دوه اربه ډالرو په ارزښت د وخت ذخيرې جمع کړې، سعودي عرب هم د تېلو په مد کې ۵۰۰ ميليونه ډالره قرضې ورکړې دي.

د نوي پاکستان سرټيفيکيټ په شکل له بهر څخه 407.4 ميليونه ډالره ترلاسه شوي، 786.66 مليونه ډالره د نړيوال بينک، ADB په شمول د نړيوالو مالي ادارو څخه ترلاسه شوي دي.

اټکل کېږي چې په روان مالي کال کې به له نړیوالو مالي بنسټونو څخه ۵ میلیارده ۳۳ میلیونه ډالره ترلاسه شي، چې د نورو هېوادونو تر څنګ چین، فرانسې، جاپان او امریکا ۸۳ میلیونه ډالره ورکړي دي.

Leave a reply