د پاکستان تحريک انصاف تر سيوري لاندې شوې انلاين غونډه کې د نهم مې پېښې پټو مشرانو حماد اظهر او زرتاج ګل هم ګډون کړې

0
172

باغی ټي وي ربورټ
د پاکستان تحريک انصاف تر سيوري لاندې شوې انلاين غونډه کې د نهم مې پېښې پټو مشرانو حماد اظهر او زرتاج ګل هم ګډون کړې.

د ګوند مشرانو په یوټیوب، فیسبوک، انسټاګرام او ایکس پلیټ فارم کې د ویډیو لینک له لارې مجازی غونډې ته وینا وکړه.

ورچوئل غونډې ته په خطاب کې د تحریک انصاف چیئرمېن بیرسټر ګوهر خان دا د ملک په تاریخ کې لومړۍ ورچوئل غونډه وبلله.

د پاکستان تحریک انصاف په مجازي غونډه کې د ګوند مشرانو د شفافو انتخاباتو لپاره د مساوي سیاسي فرصتونو د برابرولو غوښتنه وکړه.

د جلسې په مهال د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر سردار لطيف کهوسه په پي ټي ائي کې د شامليدو اعلان وکړو او ويې ويل چې د پي ټي آئي د باني هيلې يې پوره کړې دي. .

هغه وويل هيله ده چې عدليه به برابر انصاف کوي، دا ادارې زمونږ ادارې دي، دا پوځ زمونږ پوځ دى، په اساسي قانون کې يې حدود او حدود ټاکل شوي دي.

د پي ټي آئي ورچوئل ريلي کښې په بهر کښې ميشت شهباز ګل او زلفي بخاري هم ګډون اوکړو۔

Leave a reply