په لیبیا کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۶۱ تنه لادرکه شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
په لیبیا کې د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ ډوبه شوې چې له امله یې ۶۱ تنه لادرکه شوي دي.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کښتۍ کې له ۸۶ څخه د زیاتو مسافرو له جملې څخه ۲۵ تنه یې ژوندي ژغورل شوي او د لادرکه شویو کسانو مړی اعلان شوی دی.
د مهاجرینو لپاره د نړیوال سازمان (IOM) په وینا، ژغورل شویو کسانو ویلي چې کښتۍ د لیبیا له شمال لویدیځ ساحل څخه روانه وه، چې ډیری کسان په کې د نایجیریا، ګامبیا او نورو افریقایي هیوادونو څخه راغلي وو
د IOM په وینا په لیبیا کې ډوبه شوې کښتۍ کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې.
د IOM ویاند Flavio Di Giacomo په وینا، سږکال د مدیترانې په لاره کې له 2,250 څخه زیاتو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی، دا ارقام چې له بده مرغه په سمندر کې د ژوند ژغورلو لپاره اخیستل شوي اقدامات کافي ندي.
د جون په میاشت کې هم د یونان په اوبو کې د اډریانا د کښتۍ سره چې له لیبیا څخه ایټالیا ته روانه وه په یوه پیښه کې ۷۵۰ تنه ووژل شول.





