دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې دپوليس په مرکز دترهگرو لخوا دبريد په هڅه کې دپوليسو درې عسکر په زړورتيا سره شهيدان شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
دخيبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې دپوليسو په ليکو دترهگرو لخوا دبريد په هڅه کې دپوليسو درې عسکر په زړورتيا سره شهيدان شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، د جمعې په ورځ په ټانک کې د یوه ځانمرګي په ګډون پنځو ترهګرو د پولیسو په لیکو د برید هڅه وکړه.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د ترهه ګرو سره د ډزو په تبادله کښي 3 زړور پوليس اهلکار شهيدان شوي او په جوابي کاروائي کښي ټول 5 ترهګر وژل شوي دي۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د پوليس اهلکارو موثر جواب د ترهه ګرئ په ضد جنګ کښي د دوي د عزم څرګندونه ده۔
د دې نه علاوه په خيبر ضلع کښې هم ترهګرو د باړې په ناله کښې په ګډې پوستې حمله کړې چې پکښې ترهګرو د لاسي بمونو په شمول درنې وسلې استعمال کړې چې په نتيجه کښې دوه امنيتي اهلکار شهيدان او پنځه ژوبل شوي دي.
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي هم ډيره اسماعيل خان کښي ترهګرو په سکيورټي چيک پوسټ باندي حمله کړي وه چي پکښي د فورسز جوابي کاروائي کښي 27 ترهګر وژل شوي وو او د ترهګرو سره په جوابي ډزو کښي 23 عسکر شهيدان شوي وو۔






