په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو وحشت دوام لري، په خان یونس کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي دفاع د درېیو کارکوونکو، دوو خبریالانو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
په غزه کې د اسرائیلي ځواکونو وحشت دوام لري، په خان یونس کې د اسرائیلي ځواکونو په بریدونو کې د ملکي دفاع د درېیو کارکوونکو، دوو خبریالانو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په رفح ښار کې د استوګنې پر یوه ودانۍ د اسرائیلي الوتکو د بې رحمانه بمبارۍ په پایله کې ۴ فلسطینیان شهیدان، لسګونه نور ټپیان او ۱۵ کسان لادرکه دي.
د عربي رسنیو د راپور له مخې، اسرائیلي الوتکو د غزې تړانګې په جنوبي څنډه کې د رفح په سیمه کې د شهیدانو د کورنۍ د یوه ډاکټر کور چې ګڼ شمېر بې ځایه شویو فلسطینیانو ته یې پناه وړې وه، په نښه کړل.
همداشان د اسراییلو هوايي ځواکونو په رفح کې د ابوظبۍ او عاشور د کورنیو کورونه په نښه کړل چې په ترڅ کې یې ۲۵ تنه نور شهیدان شول.
د فلسطین د کورنیو چارو وزارت وايي، په خان یونس کې د اسرائیلو د برید په پایله کې د فرحانه په ښوونځي کې د ملکي وګړو د ژغورنې په بهیر کې د ملکي دفاع درې کارکوونکي هم شهیدان شوي دي.
تيره ورځ د غزې په شمالي ښار خان يونس او د غزې په ختيځو سيمو د اسرائيلو په بريدونو کي تر ۲۸۰ زيات فلسطينيان شهيدان او تر ۸۰۰ زيات ټپيان شول.
بل خوا په خان یونس کې د اسرائیلو په برید کې د الجزیرې تلویزیون د یوه کمره مین په ګډون دوه خبریالان شهیدان شوي دي.