د اطلاعاتو وزیر: د ټاکنو کمېسیون سرپرست حکومت څاري، مخه یې نشي نیولی او پوښتنې ترې نه شي کولې

0
117

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: د اطلاعاتو نگران وزیر مرتضی سولنګي ویلي دي چې د انتخاباتو کمېشن څارنه نه شي کولی خو کمېشن د نگران حکومت څارنه کوي.

د اليکشن کميشن نه بهر ميډيا سره خبرو کښې د اطلاعاتو نگران وزير مرتضي سولنګي اوويل چې په ملک کښې د انتخاباتو د ترسره کولو ذمه واري يواځينۍ آئيني ارګان د اليکشن کميشن ده چې د آئين او قانون په رڼا کښې به خپل پلان اعلانوي۔

مرتضی سولنګي وويل د الېکشن کمېشن د ضلعو د ريټرننګ افسرانو د ټاکلو اختيار لري، په پاکستان کې آئيني حکومت شته او مونږ د آئيني عمل محصول يو.

نوموړي زیاته کړه، چې د اساسي قانون د ۱۹ او ۱۹ مادې له مخې هر څوک د بیان د ازادۍ حق لري، رسنۍ ازادې دي، هیڅ ډول محدودیت پرې نشته، ټولو راجستر شویو سیاسي ګوندونو، د سیاسي ګوندونو مشرانو ته د مساوي فرصتونو برابرولو حق لري.

Leave a reply