اليکشن کميشن د ضلعي ريټرننګ افسرانو او ريټرننګ افسرانو روان تربيت بند کړي دي

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د ضلعي ريټرننګ افسرانو او ريټرننګ افسرانو روان تربيت بند کړي دي۔
د الېکشن کمېشن د وياند له مخې دغه ټريننګ د لاهور هائي کورټ په حکم د اليکشن کميشن لخوا بند کړے شوے دے۔
وياند ووئيل چې د عدالت د حكم په نظر كښې اليكشن كمېشن د پنجاب، سنده، خېبرپښتونخوا او بلوچستان اليكشن كمشنرانو ته په بېړنۍ توګه خط هم جاري كړے۔
په لاهور، کراچۍ، پېښور او کوئټه کې د ضلعې ريټرننګ افسرانو او ريټرننګ افسرانو روزنه روانه وه.
ياده دې وي چې لاهور هائي کورټ د بيوروکريټ له لارې د فرورۍ په اتمه د عامو انتخاباتو ترسره کولو د اليکشن کميشن نوټيفيکيشن معطل کړی دی.
محکمې د اجرائيه رياست له خوا د ټاکنو د ترسره کېدو پر ضد د عريضو په اړه د لويې بنچ د جوړېدو سپارښتنه وکړه او قاضي علي باقر نجفي يې دوسيه سترې محکمې ته ولېږله.
دې نه علاوه تيره ورځ اليکشن کميشن په ټول ملک کښې د ډپټي کمشنرانو او ايډيشنل ډپټي کمشنرانو په تبادلې هم پابندي لګولې ده۔






