نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزې شته خو د انتخاباتو فضا په واضحه توګه ښکاري

باغی ټي وي ربورټ
نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د بلوچستان او خېبرپښتونخوا په ځينو سيمو کې امنيتي ستونزې شته خو د انتخاباتو فضا په واضحه توګه ښکاري.
په يو بيان کې نگران وزيراعظم وئيلي دي چې دترهگرو سره خبرې اترې نۀ شي کيدلى، په کابينه کې نظرونه مختلف وي خو فيصله يو شان وي.
هغه زیاته کړه چې تاوتریخوالی او مذاکرات دواړه د دولت وسیله ده.
نگران وزيراعظم وويل پاکستان يا ما دفلسطين ددوه رياستي حل وړانديز نۀ دى کړى، دفلسطين دوه رياستي حل نړۍ ورکوي.






