په غزه کې د اسرائيلو جنګي جنايتونه دوام لري، اسرائيلي پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲ خبريالانو په ګډون تر ۲۰۰ زيات فلسطينيان شهيدان کړي
باغی ټي وي رپورټ
په غزه کې د اسرائيلو جنګي جنايتونه دوام لري، اسرائيلي پوځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۲ خبريالانو په ګډون تر ۲۰۰ زيات فلسطينيان شهيدان کړي، د روغتونونو محاصره دوام لري، په داسې حال کې چې اسرائيلي ټانګونو او بلدوزرونو د جباليه هديره هم لاندې کړې، سلګونه ودانۍ يې ويجاړې کړې. .
د اسرائیلي ځواکونو په وحشیانه عملیاتو کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۱۸۶۸۲ ته رسېدلی او د ټپیانو شمېر له ۵۰ زرو څخه اوښتی دی.
د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اکتوبر له اوومې نیټې راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې په شهیدانو شویو فلسطینیانو کې څه باندې ۷ زره ۷۲۹ ماشومان او له ۵ زره ۱۵۳ څخه زیاتې ښځې شاملې دي، په داسې حال کې چې تر ۸ زره ۶۶۳ زیات ماشومان او له ۶ زره ۳۲۷ زیاتې ښځې دي. په ټپيانو کې اوه زره ۷۸۰ کسان لا هم لادرکه دي.
له بلې خوا په خان یونس کې اسرائیلي پوځ له سخت مقاومت سره مخ دی، د فلسطیني مقاومت او اسرائیلي پوځ تر منځ په کوڅه کې د جګړې پر مهال ګڼ اسرائیلي ټانکونه ویجاړ شول.
له تیرې شپې راهیسې د فلسطین د مقاومت د تنظیم حماس له جنګیالیو سره په نښتو کښې له لسو زیات اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي په داسې حال کښې چې د حماس له خوا له غزې څخه د اسرائیلو په اشدود ښار کښې د اسرائیلو په یوه سوداګریز مرکز باندې توغندیز برید وشو. په غزه کې په ځمکنیو عملیاتو کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۱۱۵ ته رسېدلی دی.
په همدې حال کې اسرائیلي پوځیانو په لویدیځه غاړه کې د جنین کمپ د محاصره کولو ترڅنګ ۳ کورونه په بمونو الوزولي او ۷ فلسطینیان یې شهیدان کړي دي.