اليکشن کميشن په ټول ملک کښي د ډپټي کمشنرانو او ايډيشنل ډپټي کمشنرانو په تبادله بنديز لګولي دي

0
211

باغی ټي وي رپورټ
اسلام آباد: اليکشن کميشن په ټول ملک کښي د ډپټي کمشنرانو او ايډيشنل ډپټي کمشنرانو په تبادله بنديز لګولي دي۔

اليکشن کميشن په دې لړ کښې يو اعلاميه هم جاري کړې ده چې پکښې وئيلي شوي دي چې اليکشن کميشن عامو انتخاباتو کښې ډي سي او اے ډي سيز ته ذمه واري ورکړې ده۔
د اعلامیې له مخې د انتخاباتو کمېشن د انتخاباتو په اړه د ډي آر او، آر او، اې آر او د تقررۍ له وجې په ټرانسفر پوسټنګ بندیز لګولی دی.

اليکشن کميشن د اسټيبلشمنټ سيکرټري او څلور چيف سيکرټري ته خط جاري کړے دے۔

ياده دي وي چي اليکشن کميشن په ټول ملک کښي د فرورۍ په اتمه د عام انتخاباتو نيټه ټاکلې ده د کومي لپاره چي د حلقو فهرست هم جاري کړي شوي دي۔

Leave a reply