سرکاري سکولونو کښې به وس یو ماشوم هم په ټاټ نه کيښني: شهرام ترکیی
باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا صوبایی وزیر تعلیم شهرام ترکیی په صوابي مرغز کښې یو لوې عوامي جلسې ته په وینا کښې ویلي دي چې په صوبه کښې په سرکاري سکولونو کښې د زه کوونکو لپاره سهولتونو او اسانتیاوي پیدا کیدو لپاره ۶ اربه روپې مختص کړي دي.
نوموړي اوویل چې وس به په صوبه کښې یو ماشوم هم په ټاټ او زمکه نه کيښني، د پي ټي آی حکومت عملی کار کوي چې په سرکاري سکولونو کښې زده کوونکو لپاره اسانتیاوي پیدا کړي.
شهرام ترکيی اوویل چې وس به په ملک کښې د سرکاري او شخصي تعلیمي ادرارو کښې یو شان نظام تعلیم وی او په ملک کښې به د غریب او امیر توپیر ختم شي. نوموړي اوویل چې د پي ټي آیی حکومت په صوبه کښې ۳۱ یودیرش زره استاذانو له نوکري ورکړې شي چې تعلیم یافته ځوانانو ته روزګار په لاس راشي او دوی د ملک او قام په ترقي او خوشحالي کښې رول ولوبوي.
Grand procession at swabi today. PTI will never be a disappointment in lifting us on social, moral and on developmental grounds. There was no development of such level as it is today in swabi. With @AsadQaiserPTI and CM @IMMahmoodKhan pic.twitter.com/1EtSexz85i
— Shahram Khan Tarakai (@ShahramKTarakai) October 31, 2021