د هند حکومت له لوري د سیکانو وژنه او د سیکانو په ضد ترهګري، د سکهه بېلتون غوښتونکي مشر ګرپتونت سینګهه پنو د وژنې د پلان په اړه تحقیقات پیل شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د سکهه بېلتون غوښتونکي مشر ګرپتونت سینګهه پنو د وژنې د پلان په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
د FBI جګپوړي مشر د تحقیقاتو لپاره هند ته د سکهانو هرکلی وکړ
د بله پلوه د سان فرانسیسکو د ګولډن برج د پلویانو لخوا لاریون وشو چې پکې د FBI په حق کې شعارونه ورکړل شول.
ګرپتونت سینګهه وویل چې په سانفرانسیسکو کې به د خالصتان لپاره ریفرنډم د جنورۍ له 28 څخه پیل شي ، مودي به د رسمي معافیت تر شا پټ نشي ، دوی به مودي د سیکانو او مسلمانانو پروړاندې د جرمونو محاکمه کړي.
تېره میاشت برتانوي ورځپاڼې ادعا کړې وه چې امریکا د سیکانو د بېلتون غوښتونکو مشر ګورپتونت سینګ پنو د وژلو دسیسه شنډ کړه او هند ته یې په دې اړه خبرداری ورکړ.بريتانوي ورځپاڼه فايننشل ټايمز وايي، امريکايي چارواکو په امريکا کې د سيکانو د بېلتون غوښتونکو د مشر د وژلو دسیسه شنډه کړې او هند ته يې هم په دغه دسیسه کې د هند حکومت د لاس لرلو خبرداری ورکړی دی.
ورځپاڼه لیکي، سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د هند هدف د آزاد خالصتان غورځنګ مشر ګرپتونت سینګ پنو و.د یادولو وړ ده چې د روان کال په جون میاشت کې د خالصتان غورځنګ مشر هردیپ سینګ ناګار په کاناډا کې ووژل شو چې وروسته د کاناډا لومړي وزیر په هند تور ولګاوه چې د هردیپ سینګ په وژنه کې هند لاس لري په داسې حال کې چې کاناډا د د هندي ادارې راپور رد کړ.
د دواړو هیوادونو تر منځ د ډیپلوماتیکو کړکیچونو وروسته، لوړ پوړو ډیپلوماټانو ته هم د هیواد پریښودو امر شوی په داسې حال کې چې دواړو هیوادونو خپلو اتباعو ته د سفر لارښوونې صادرې کړې.






