کسټم چارواکو پخپله پيسې اخستلو سره ګاډي سمګل کول او بيا يې پخپله قبضه کول: چیف جسټس پاکستان

0
104

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: چيف جسټس قاضي فائز عيسي د کيس اوريدنې په مهال ريمارکس ورکړو چې د کسټم چارواکو پخپله پيسې اخستلو سره ګاډي سمګل کول او بيا يې پخپله قبضه کول.

د چيف جسټس قاضي فائز عيسى په مشرۍ درې کسيزه بنچ د خيبر پښتونخوا کسټم چارواکو لخوا د سمګلنګ ټرک نيولو په اړه د مقدمې اورېدنه وکړه چې په مهال چيف جسټس د کسټم وکيل ته غندنه وکړه.

چيف جسټس وويل تاسو په عدالت کې دلائل ورکوئ او دقانون په اړه خبرې نۀ کوئ، دګمرک چارواکو دمعلوماتو پرته دغه گاډى دپيښور پولې څخه په 400 کلوميټرۍ کې نيول شوى وؤ، دګمرک مامورين لمړى پيسې اخلي چې په سمگل کولو يې گاډي اخلي او وروسته یې پخپله ونیول.

چيف جسټس وويل ولې دګمرک رياست په ضد دې انکوائري نۀ شي کيدلى، دغه ټرک په کال 1996 کې جوړ شو اؤ په 2016 کې ضبط شو، دا 22 کاله چرته روانه وه، سمگلنگ چرته کيږي، دا ټرک د ميچونو بکس نۀ دى. د ګمرک له کومې لارې راغلی؟، چارواکي یوازې نه دي، پېښور ته لاړ شه او وګوره چې ګاډي څنګه قاچاق کېږي.

جسټس قاضي فائز عیسی زیاته کړه چې د ګمرک جمع کوونکي ولې نه وايي چې په پاکستان کې څه روان دي، د ګمرک چارواکو غیر ضروري مقدمه چلولې، خبره سپریم کورټ ته رسېدلې او بیا د داسې غیر ضروري مقدمو له وجې د عدالتونو وخت ضایع کېږي. په محکمو کې د اصلي دوسیو دوسیې نه اوریدل کیږي، د ګمرکونو راتلونکي چارواکي باید د داسې غیر ضروري دوسیو له ثبتولو ډډه وکړي.
بلخوا جسټس اطهر من الله ویلي کله چې ګاډي سمګل کیږي نو مکمل ټمپرنګ کیږي خو د ټرکونو چیسس نمبر نه ممثل کیږي.

وروسته محکمې د ګمرک استیناف غوښتنه رد کړه.

Leave a reply