د ټاکنو کمېسیون ویاند په ټولنیزو رسنیو کې د ټاکنو مهال وېش جعلي بللی دی

باغی ټي وي رپورټ
د ټاکنو کمېسیون ویاند په ټولنیزو رسنیو کې د ټاکنو مهال وېش جعلي بللی دی.
د الېکشن کمېشن د وياند ترمخه اليکشن کميشن د انتخاباتو شيډول نه دې جاري کړې او په سوشل ميډيا گردش کوونکې شيډول جعلي دې۔
د ټاکنو کمېسیون ویاند ویلي، د ټاکنو مهالوېش په اړه د ویاند پرته بل کوم منسوب بیان ته باید پام ونه شي.
د الېکشن کمېشن وياند زياته کړې چې دا ډول بيانونه دې د اليکشن کميشن د پاليسۍ بيان نه وګڼل شي، په اليکشن کمېشن کې د درخواستونو په اړه کومه مشوره نه ده شوې.
ياده دي وي چي اليکشن کميشن ټول ملک کښي د فرورۍ په اتمه نيټه عام انتخابات کولو اعلان کړے د کومي لپاره چي اليکشن کميشن لخوا د حلقو فهرست هم جاري کړے شوے دے۔
څو ورځې وړاندې چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په یو دستوره کې ویلي وو چې د انتخاباتو کمېشن د انتخاباتو ترسره کولو لپاره پوره چمتوالی لري، خلک دې تیاری ونیسي، انتخابات به د فرورۍ په اتمه ترسره شي.





