دبلاول بهټو په نيوکو باندې پخواني وزير عابد شيرعلي خپل ردعمل څرګند کړى

0
189

باغي ټي وي رپورټ
دبلاول بهټو په نيوکو باندې دصوبې پخواني وزير عابد شيرعلي خپل ردعمل څرګند کړى اؤ وئيلي يې دي چې دپي پي چيئرمين اصلي درد دا دى چې دا ځل به په سندهـ کې په اسانۍ سره انتخاب نۀ شي.

د شورو په ورځ کوهاټ کې ورکرز کنونشن ته په خطاب کې بلاول زرداري وويل په ټاکنو کې دګډون لپاره دسياستوالانو انګيزه شخصي ده، هيڅ سپورټ مين يا بل څوک په ټاکنو کې زمونږ سره سيالي نۀ شي کولى.

هغه خپل مخالفین په نښه کړل او ویې ویل چې یو له زندانه د خلاصون لپاره جنګېږي او بل له زندانه د تېښتې لپاره جنګېږي، خو زه د خلکو د ستونزو د هواري لپاره مبارزه کوم.

د بلاول د نيوکې په ځواب کې پخواني وزير مملکت او د مسلم ليګ (ن) مشر عابد شېرعلي وويل چې دا ځل به په سندهـ کې رڼې ټاکنې کېږي چې د چا حکومت راځي او مسلم ليګ (ن) به ورسره په ګډه کار کول ضروري وي. د مسلم لیګ (ن) سره خبرې اترې.

ده ووئيل سنده كښې تل پيپلز پارټې منتخب شوې دې هيڅكله هم د كاركردګۍ په بنياد وزيراعلي نه دې جوړ كړې شوې٬ د بلاول بهټو اصلي درد دا دے چې دا ځل به په سندھ كښې په آسانۍ سره نه وټاكل شي۔

Leave a reply