د جرمني او فرانسې په ګډون نور هېوادونه په غزه کې د اسرایلو د وحشیانه عملیاتو او د فلسطینیانو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره راپورته شوي دي

0
71

باغي ټي وي رپورټ
د جرمني او فرانسې په ګډون نور هېوادونه په غزه کې د اسرایلو د وحشیانه عملیاتو او د فلسطینیانو د نسل وژنې د مخنیوي لپاره راپورته شوي دي.

د جرمني او اسراییلو په ګډون نورو هېوادونو پر اسراییلو د اوربند لپاره فشارونه زیات کړي، خو اسراییلو د اوربند غوښتنه رد کړې ده.

د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو د بېلابېلو هېوادونو له خوا د اوربند د غوښتنې په اړه وویل، د جرمني او فرانسې په ګډون نور هېوادونه د حماس د له‎منځه وړلو لپاره د اسرائیلو په ملاتړ د اوربند غوښتنه نه‎شي کولای.
په خپله وینا کې نتانیاهو په غزه کې د بې ګناه فلسطینیانو د نسل وژنې د دوام او پر غزې د بریدونو لپاره د وسلو د برابرولو له امله هم د امریکا مننه وکړه.

د اسراييلو لومړي وزير ويلي، چې امريکا هر کال له اسراييلو سره ۳،۸ ميليارده ډالره پوځي مرسته کوي، دا مرسته د ۲۰۱۶ کال د هغه تړون په دوام ده، چې د بارک اوباما په واکمنۍ کې يې د لسو کلونو لپاره اسراييلو ته ۳۸ ميليارده ډالره وسلې ورکړې وې.
نتانیاهو وویل چې اسراییل د سږ کال د مرستو نیمایي برخه د توغندیو په دفاعي سیستم لګولې ده.

له بلې خوا په ټوله نړۍ کې په غزه کې د اسرائیلو د ظلمونو پر ضد لاریونونه روان دي، په سویډن کې هم خلک له فلسطینیانو سره د پیوستون په موخه سړکونو ته راووتل.

په جاپان کې مظاهره چیانو له فلسطینیانو سره پیوستون څرګند کړ او په غزه کې یې د سولې غوښتنه وکړه، په داسې حال کې چې په اسپانیا کې هم سلګونو کسانو په فلسطین کې د سولې لپاره مظاهرې وکړې.

Leave a reply