یوې امریکايي آنلاین خبري ویب پاڼې څرګنده کړې چې هند په لوېدیځو هېوادونو کې د سکه بېلتون غوښتونکو د “پیچلي کریک ڈاؤن سکیم” د یوې برخې په توګه په نښه کوي.

د سپتمبر په 18، د لومړي ځل لپاره، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په دې وژنه کې د هند د لاس لرلو تور ولګاوه
0
63

باغی ټي وي رپورټ
یوې امریکايي آنلاین خبري ویب پاڼې څرګنده کړې چې هند په لوېدیځو هېوادونو کې د سکه بېلتون غوښتونکو د “پیچلي کریک ڈاؤن سکیم” د یوې برخې په توګه په نښه کوي.

د امریکايي ویب پاڼې The Intercept د راپور له مخې، هند په کاناډا کې د خالصتان غورځنګ د سیکانو د مشر له وژلو دوه میاشتې وړاندې د هردیپ سنګ ناګار پر ضد د کوټلي ګامونو اخیستو لپاره پټ حکم صادر کړی و.

د ویب پاڼې په وینا، د هند د بهرنیو چارو وزارت، د 2023 په اپریل کې د یو پټ یادداشت له لارې، په شمالي امریکا کې خپلو قونسلګریو ته لارښوونه وکړه چې په لویدیځو هیوادونو کې د سکه سازمانونو په وړاندې د “د عصري کریک ډاون سکیم” پیل کړي.د وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د هند استخباراتي ادارو ته د کاناډايي تبعه هردیپ سنګ ناګار په ګډون د څو سکه مشرانو نومونه ورکړل شوي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د دغو کسانو پر ضد د کوټلي اقدام لارښوونه کړې ده.

د خبر له مخې، هردیپ سینګ ناګار د جون په میاشت کې د یاد یادښت له خپرېدو دوه میاشتې وروسته ووژل شو، د کاناډا حکومت تر څېړنو وروسته وویل چې د هردیپ سنګ د وژنې امر د هند د استخباراتو له خوا شوی و.د هند حکومت تر اوسه د امریکا د خبري وېبپاڼې دې خبر ته غبرګون نه دی ښودلی.

د یادولو وړ ده چې د خالصتان پلوه سکهانو مشر هردیپ سینګ ناګار د جون په ۱۸ مه د کاناډا په سري ښار کې په ډزو ووژل شو.

امریکايي رسنیو د عیني شاهدانو او د سي سي ټي وي کیمرې د فوٹیجونو پر بنسټ ادعا کړې چې د هردیپ سنګ ناګار په وژنه کې ۳ نه بلکې ۶ کسان ښکیل وو.د خالصتان تحريک د مشر په وژنه کې ککړ ملزمانو يو نه بلکې دوه ګاډي کارولي وو، د هرديپ سنګهـ گاډي په پارکنگ لاټ کې د يو تورن ګاډي لخوا ودرول شو چې وروستو دوه شکمن کسان ناڅاپه راڅرګند شول او ډزې يې وکړې.

د امریکايي رسنیو په وینا، تورن ۵۰ مرمۍ توغولي، چې ۳۴ یې د ګوردواره په مشر هردیپ سینګ نګر لګېدلې دي.

وروسته، د سپتمبر په 18، د لومړي ځل لپاره، د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو په دې وژنه کې د هند د لاس لرلو تور ولګاوه، وویل چې د کاناډا استخباراتو د هردیپ د مړینې او د کاناډا په خاوره کې د هند د حکومت لخوا د یوه تبعه په وژنه کې د بهرنیو حکومت د ښکیلتیا ترمنځ اړیکه پیژندلې وه. زموږ د حاکمیت خلاف دی.

Leave a reply