د اسراییلو د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې، اسراییلي پوځ په قصدي توګه په غزه کې ملکي وګړي په نښه کوي
باغی ټي وي رپورټ
د اسراییلو د یوې ورځپاڼې د راپور له مخې، اسراییلي پوځ په قصدي توګه په غزه کې ملکي وګړي په نښه کوي څو هغوی د حماس پر ضد پاڅون وکړي.
د اسراييلي ورځپاڼي په راپور کي راغلي چي په غزه کي د اسرائيلو په بريدونو کي د عامو فلسطينيانو مرګ ژوبله ډېره ده او پر غزه د اسرائيلو بمباري عادي خبره ده.
د ورځپاڼې په وینا اوسنیو عملیاتو د اسرایلي دولت بنسټونه کمزوري کړي، ټپیان، بې وزله او غمجن فلسطینیان به په راتلونکي کې د اسراییلو پر ضد راپورته شي.
د یادولو وړ ده چې په غزې د صهیونیسټي ځواکونو لخوا بمبارۍ دوام لري چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په بمباریو کې تر ۱۵۰ ډیر فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په تېرو ۶۴ ورځو کې د فلسطینیانو د شهیدانو شمېر ۱۸۰۰۰ ته رسېدلی، تر ۴۸ زره ډېر ټپیان او د جبالیه د کډوالو د کمپ په بازارونو او کوڅو کې ډله ییز قبرونه جوړ شوي دي.
په شهیدانو او ټپیانو کې زیات شمیر ښځې او ماشومان هم شامل دي.