د یمن حوثي ډلې ګواښ کړی چې که غزې ته اړینې مرستې ونه رسېږي، دوی به په سور سمندرګي کې ټولې هغه کښتۍ په نښه کړي چې اسراییلو ته ځي
باغی ټي وي رپورټ
د یمن حوثي ډلې ګواښ کړی چې که غزې ته اړینې مرستې ونه رسېږي، دوی به په سور سمندرګي کې ټولې هغه کښتۍ په نښه کړي چې اسراییلو ته ځي.
دبهرنیو چارو وزارت له مخې دحوثي یاغیانو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي که غزې ته دبشري مرستو رسولو اجازه ورنکړل شي نو دوی به هره بیړۍ چې صهیونیسټي دولت ته روانه وي ودروي.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې په سور سمندرګي کې د حوثي ياغيانو له خوا د اسراييلو اړوندې کښتۍ درول شوې دي، خو په نوي خبرداري کې د اسراييلو هرې کښتۍ ته د تګ ګواښ شوى دى.
ویاند ویلي چې دا به نه وي لیدل کیږي چې الوتکه د کوم هیواد یا قوم ده، هره الوتکه چې اسرائیلو ته ځي زموږ هدف وي.
د یادولو وړ ده چې په غزه د اسراییلو یرغل دوام لري په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلو په بمباریو کې ۱۳۳ تنه فلسطینیان شهیدان شوي دي.
د اکتوبر له اوومې راهیسې د شهیدانو شمېر ۱۸ زره او د ټپیانو شمېر ۴۸ زرو ته رسېدلی دی.