د نیویارک ټایمز د منځني ختیځ د دفتر پخواني مشر کریس هیجز د نړۍ پر خلکو غږ کړی چې په غزه کې د اسراییلو د ظلمونو پر وړاندې ودریږي

0
171

باغی ټي وي ربورټ
د نیویارک ټایمز د منځني ختیځ د دفتر پخواني مشر کریس هیجز د نړۍ پر خلکو غږ کړی چې په غزه کې د اسراییلو د ظلمونو پر وړاندې ودریږي.

د نيويارک ټايمز د دفتر پخواني مشر ويلي هغه څه چې دوی په غزه کې ويني د فلسطين په تاريخ کې تر ټولو بد دي، په غزه کې نسل وژنه بايد ثبت نه شي بلکې راپور ورکړل شي.

کریس هیجز زیاته کړه چې دا زموږ د ټولو دنده ده چې د فلسطین د خلکو د حقونو او خوندیتوب ته پام وکړو او د نسل وژنې د دې کمپاین د مخنیوي لپاره هر ممکن کار وکړو.له بلې خوا امریکا یو ځل بیا په غزه کې د اوربند په اړه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د متحده عربي اماراتو پریکړه لیک ویټو کړ.

امریکا یو ځل بیا په ملګرو ملتونو کې د غزې د اوربند په اړه پرېکړه لیک ویټو کړ
د امنیت شورا له ۱۵ غړو څخه ۱۳ یې په غزه کې د اوربند د پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه، امریکا له دې پرېکړه لیک سره مخالفت وکړ او بریتانیا له رایې ورکولو ډډه وکړه.دفلسطین مقاومت سازمان دامریکا لخوا داوربند دپریکړه لیک ویټو وغندله او ویې ویل امریکا یو غیر اخلاقی او غیر انسانی دریځ خپل کړی ، امریکا زمونږ دخلکو په نسل وژنې کښې له اسرائیلو سره مرسته کړې ده .

د ملګرو ملتو سرمنشي په خپله وینا کښې وویل د حماس کړنې هیڅکله د فلسطینیانو د ډله ایزې سزا لپاره د توجیه وړ نه دي په غزه کښې هیڅ ځای خوندي نه دی او د غزې خلک له یوه ځایه بل ځای ته د لټون په حال کښې دي. په غزه کې د بشري ناورین جدي ګواښ موجود دی، نو باید په غزه کې سمدستي بشري اوربند وشي.

Leave a reply