جاپان کې یو کس د چړې پر ګذار ۱۷ کسه ټپیان کړې دي
جاپان کې یو کس د چړې پر ګذار ۱۷ کسه ټپیان کړې دي
د توکیو پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن برید کوونکي د توکیو په مترو کې د چړې سره په مساپرو برید وکړ چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان کړل. برید کوونکی وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.
(2021 / 11 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د جاپان په پلازمینه توکیو کې یو تن د چړې په برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان کړل.
د توکیو پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې یو تن برید کوونکي د توکیو په مترو کې د چړې سره په مساپرو برید وکړ چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان کړل. برید کوونکی وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.
د پولیسو په وینا دا پیښه کې د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳۱ مه نیټه د توکیو د ښاري ټرانسپورت مترو په دننه کې د کوکوریو د تم ځای ترڅنګ رامنځته شوې ده.
همداشان برید کوونکي د برید نه وروسته د مترو یو واګون ته اور ورته کړ.
د پیښې نه وروسته سمدلاسه د اور وژنې او ژغورنې ډلې سیمې ته ورسیدې او مساپر يي وژغورل.
د ټپیانو نه د ۳ تنو روغتیايي حالت ښه ندی. ویل کیږي برید کوونکي او د چړې سره ۱۷ تنه ټپیان کړل او وروسته يي د خپل لاسي بکس نه سوځوونکې مواد په د مترو په واګون وشیندل او اور يي ورته ورکړ.
د یادونې وړ ده چې نږدې دوه میاشتې مخکې هم د توکیو په مترو کې ورته برید رامنځته شوی وو چې پایله کې لس تنه ټپیان شوي وو.