هند سره د ټکر پۀ صورت کې بهپر طالبانو هوايي بریدونه وشي
هند سره د ټکر پۀ صورت کې بهپر طالبانو هوايي بریدونه وشي
نوموړي په اتراپردیش ایالت کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان او پاکستان دمګړی د طالبانو له ګواښونو کړېږي، خو دا څرګنده او طالبان هم په دې پوهېږي چې که د هند پر ضد تحرکات وکړي له هوايي برید سره به مخ شي.
(2021 / 11 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هند اتراپرېش ایالت مشر یوګي ادیتیاننت ویلي، چې که طالبان د هند پر ضد تحرکات وکړي د دوی لهخوا به پرې هوایي بریدونه وشي.
نوموړي په اتراپردیش ایالت کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان او پاکستان دمګړی د طالبانو له ګواښونو کړېږي، خو دا څرګنده او طالبان هم په دې پوهېږي چې که د هند پر ضد تحرکات وکړي له هوايي برید سره به مخ شي.
هغه دغه راز ویلي، چې اوس هند ځواکمن هېواد دی او هېڅ کوم بل هېواد دا جرات نهشي کولی چې د دوی ته پورته ور وګوري.
نوموړي دا خبرې په داسې مهال کړي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په کشمیر کې د وسلهوالو فعالیتونه زیات شوي دي.
که څۀ هم طالبانو تر دې وړاندې ویلي ؤ چې طالبان د هند پۀ شمول د نړۍ لۀ هېڅ هېواد سره د دښمنۍ اړیکې پالل نغواړي؛ خو بیا هم وخت ناوخت هندي چارواکي ورته څرګندونې کوي.