په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه افغانانو ملاتړ نه شي کولای: ایمل ولي خان

د ANP مشر ایمل ولي خان ویلي چې څوک پاکستان ته راځي له اسنادو سره به راځي.
0
148

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې په پاکستان کې د مېشتو ناقانونه افغانانو ملاتړ نه شي کولای، د دغه هېواد د ویزې د پالیسۍ ملاتړ کوي.

نوموړي د جيو نيوز د جرګې په پروګرام کې په خبرو کې وويل، چې د افغانستان او پاکستان پښتانه يو دي، خو د دې تر نامه لاندې د کوم غير قانوني کار ملاتړ نه شي کولى.د ANP مشر ایمل ولي خان ویلي چې څوک پاکستان ته راځي له اسنادو سره به راځي.
د ANP مشر ایمل ولي خان تفصیلي مرکه به د شنبې په شپه لس بجې په جیو نیوز خپریږي.

ياده دې وي چې په ټول هېواد کې په غير قانوني توګه د مېشتو غير قانوني کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه ده، چې تر دې دمه له پاکستانه د مېشتو غير قانوني کډوالو شمېر له ٤١٤٤٥٢ څخه اوښتى دى.
دا هم بايد ياده وي چې دوه ورځې وړاندې په پېښور کې د خيبر پښتونخوا ملي عوامي ورکشاپ ګډونوالو ته د وينا پر مهال د پوځ مشر جنرال عاصم منير ويلي و، چې غير قانوني بهرنيان د پاکستان پر امنيت او اقتصاد ناوړه اغېز کوي او بېرته خپلو هېوادونو ته لېږل کېږي. په درنښت ډول.

ده ووئيل حكومت د غير قانوني اوسېدونكو د واپسۍ فيصله د پاكستان په مفاد كښې كړې۔

Leave a reply