د اطلاعاتو نگران وفاقي وزير مرتضي سولنګي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د باني عمران خان په ټويټر اکاونټ پانړه د غير قانوني افغان کډوالو په اړه په پوسټ (ټويټ) اندېښنه څرګنده کړې ده.

0
122

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو نگران وفاقي وزير مرتضي سولنګي د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د باني عمران خان په ټويټر اکاونټ پانړه د غير قانوني افغان کډوالو په اړه په پوسټ (ټويټ) اندېښنه څرګنده کړې ده.

په خپل بيان كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل چې د پي ټي آئي باني ته په جيل كښې د ټويټ كولو سهولت نشته، ايا د پي ټي آئي باني ټويټ پخپله وكړو يا خپلو موكيلانو؟د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي زیاته کړه، داسې ښکاري چې د پي ټي ايي بنسټ ایښودونکي د ټوېټ په مرسته د افغان حکومت د خواخوږۍ د ترلاسه کولو هڅه کړې، چې په نړۍ کې هېڅوک په رسمیت نه پېژني.
ده د خپلو خبرو په دوام وويل چې يا به عمران خان غواړي چې د افغان حکومت لخوا د کالعدم ګرځول شوې ټي ټي پي د خلکو خواخوږي ترلاسه کړي، څو د هغه ګوند په راتلونکو ټولټاکنو کې د نورو سياسي ګوندونو په پرتله ګټه ترلاسه کړي.

ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف باني د مختلفو قضيو سره مخامخ کېدو تر څنګ دا مهال په جيل کې دی چې پکې د ټولنيزو اړيکو وېبپاڼو ته لاسرسی نه لري، خو تېره ورځ د هغه له ایکس اکاونټ څخه څو پوسټونه خپاره شوي وو. عمران خان په اکاونټ کې د افغان مهاجرینو سره د چلند په اړه د تحریک انصاف د جیل پیغام تر سرلیک لاندې یو پوسټ هم شامل وو چې پکې د یو شمیر مذهبي حوالو څخه د حکومت د غیرقانوني کډوالو د ایستلو لپاره په اقداماتو نیوکې شوې وې.

Leave a reply