د خېبرپښتونخوا صوبې د ضم ضلعو په تاریخ کښې په لومړي ځل لوی بدلون او پرمختګ، د شخړې هوارولو لپاره اول ځل یوه ښځینه هم د جرګې برخه جوړه شوې شوه

نصیب شاه شینواري
د خېبرپښتونخوا صوبې د ضم په په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د شخړې هوارولو لپاره په خیبر ضلع کې د مصالحې شورا (DRC)، دسپویټ ریزالوشن کونسل جوړ شوه، مهمه خبره ده داده چې ددې شورای یوه ښځینه غړې هم ټاکل شوې ده.
د قبایلي ضلعو په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د خپل منځي شخړو د هواري لپاره په خیبر ضلع کې ۲۱ کسیزه د مصالحې شورا جوړه شوې چې په دې شورا کې یوه ښځه هم شامله ده. د قبایلي ضلعو په اوږده تاریخ کې د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د جرګې/کونسل ښځه ټاکل شوې ده.
د سوګند اخستلو مراسم د لندې کوتل د جرګې په تالار کې ترسره شول. ضلعي پوليس افسر سليم عباس کلاچي د ډي آر سي غړو څخه حلف واخستو
رسنیو سره د شورای ښځینه غړي آمنه اوویل چې دا د قبایلو په تاریخ کښې اول ځل ده چې یوه ښځه ده جهګړو د هوارولو کونسل غړې جوړه شوې ده.
نوموړې اوویل چې دوی به د ښځو او د یو شمیر ځایی شخړو د هوارولو په اړه فعال رول ولوبوي.
د ضلع خیبر د پولیسو مشر د شوران په غړو زور ورکړو چې دوی دې د ځایی شخړو په هوارولو کښې کردار ادا کړ، په ځانګړې توګه ی ښځینه غړې ته مبارکي ورکړه او ویل چې دا د پښتنو او قبایلي سیمو په تاریځ کښې ډیر ښه کار وشو چې یوه ښځینه غړې هم د جرګې غړې ټاکل شوې ده.






