منیتي سرچینې وايي، له افغانستان څخه ۲۳ ترهګرې ډلې د پاکستان په ګډون ۵۳ هېوادونو ته ترهګري خپروي

امنیتي سرچینو ویلي چې کالعدم ټي ټي پي، جماعت الاحرار او بلوچ ترهګرې ډلې په هغو تنظیمونو کې شاملې دي چې له افغانستان څخه پاکستان کښې ترهګري خپروي
0
85

باغی ټي وي رپورټ
امنیتي سرچینې وايي، له افغانستان څخه ۲۳ ترهګرې ډلې د پاکستان په ګډون ۵۳ هېوادونو ته ترهګري خپروي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستان له افغانستان څخه د ترهګرۍ یو له سترو هدفونو څخه دی، له ۲۳ ترهګرو ډلو څخه ۱۷ یې یوازې پاکستان په نښه کوي، په داسې حال کې چې دغه سازمانونه د امریکا او چین په ګډون په ۵۳ هېوادونو کې ترهګري کوي.

د جیو نیوز راپور ترمخه ، امنیتي سرچینو ویلي چې کالعدم ټي ټي پي، جماعت الاحرار او بلوچ ترهګرې ډلې په هغو تنظیمونو کې شاملې دي چې له افغانستان څخه پاکستان کښې ترهګري خپروي.د امنیتي سرچینو په وینا، له افغانستان څخه جندالله په ایران کې، داعش په اروپا او امریکا کې، په داسې حال کې چې حزب التحریر او جماعت الاحرار په پاکستان کې ترهګري خپروي.

د امنيتي سرچينو په وينا، تېر کال په پاکستان کې د ترهګرۍ په ډېرېدو کې د کالعدم ټي ټي پي او افغان ملاتړ مرکزي رول لوبولی دی.

Leave a reply