د پاکستان تحریک انصاف له انټرا پارټي انتخاباتو وروسته شاه محمود قریشي یو ځل بیا د تحریک انصاف مرستیال مشر شو

0
106

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف له انټرا پارټي انتخاباتو وروسته شاه محمود قریشي یو ځل بیا د تحریک انصاف مرستیال مشر شو.

د پي ټي آئي د اعلاميې له مخې چوهدري پرويز الاهي د پي ټي آئي مرکزي صدر او شاه محمود قريشي د پي ټي آئي نائب چيرمين ټاکل شوي دي۔

اعلامیه کې ویل شوي چې فردوس شمیم ​​نقوي، سیف الله ابرو، قاسم سوري او مشتاق غني به د تحریک انصاف مرکزي مرستیالان وي.

ياده دې وي چې بيرسټر ګوهر علي خان د دسمبر په دويمه په انټرا پارټيز انتخاباتو کښې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) مشر منتخب شوے وو۔

بل خوا د پاکستان تحریک انصاف بنسټ ایښودونکي غړي اکبر ایس بابر د تحریک انصاف انټرا پارټيز انتخابات الیکشن کمیشن کښې چیلنج کړي دي.

درخواست کې وئيل شوي چې د انتخابي اصولو او ضوابطو، شيډول، د نامزدګۍ کاغذونه او طرزالعمل نه دی افشا شوی، د دسمبر تر دوهمې نېټې پورې د پي ټي آئي په وېب پاڼه د انتخاباتو په اړه معلومات نه وو.

Leave a reply