نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په چلاس کې په مسافر وړونکي بس د ډزو د پېښې سخته غندنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په چلاس کې په مسافر وړونکي بس د ډزو د پېښې سخته غندنه کړې ده.
تېره ورځ د ګلګت بلتستان په چلاس سیمه کې د قراقرم پر لویه لار نامعلومو کسانو پر یوه بس ډزې وکړې، چې په پایله کې یې بس له یوه لارۍ سره ټکر شو او ۸ کسان یې ووژل.
ډپټي کشمن دیامر عارف احمد وئيلي دي چې په بس کې ۲۶ مسافر سپاره وو چې حادثه شوې وه چې پکې ۱۶ کسان ژوبل شوي هم دي.
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په چلاس کې د مسافرو په بس د ډزو د پېښې په سختو ټکو کې غندنه کړې او وئيلي يې دي چې د بې ګناه خلکو په نښه کول د ترهګرو د بزدلي ثبوت دی .
انورالحق کاکړ زیاته کړه چې د ګلګت بلتستان د امن د سبوتاژ کولو ناپاک کوشش به کامیابه نه کړو او د ترهه ګرو په ضد جنګ به تر هغه وخته پورې جاري ساتو چې له هیواده ترهګري ختمه نه شي.
د دې نه علاوه وزيراعظم د شهيدانو او ژوبل شويو كورنيو لپاره د زغم دعا هم وكړه۔





