د تورخم دروازه د افغان ناروغانو پر مخ وتړل شوه

د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه لار د جمعې له شپې راهيسې د پاکستان د سرحدي پوليسو له خوا د هغو ناروغانو پر مخ تړل شوې، چې ويزې نه لري.
تر دې مخکې په ننګرهار کې د سرپرست حکومت د روغتیا له کمیسیون څخه د سند په ترلاسه کولو سره د پاسپورټ او ویزې پرته ناروغانو ته پاکستان ته د داخلیدو اجازه ورکول کیده.
(2023 / 12 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو پاکستان ته د افغان ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه تړلې اعلان کړه.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه لار د جمعې له شپې راهيسې د پاکستان د سرحدي پوليسو له خوا د هغو ناروغانو پر مخ تړل شوې، چې ويزې نه لري.
تر دې مخکې په ننګرهار کې د سرپرست حکومت د روغتیا له کمیسیون څخه د سند په ترلاسه کولو سره د پاسپورټ او ویزې پرته ناروغانو ته پاکستان ته د داخلیدو اجازه ورکول کیده.
اړوند موضوعات:
خو د سرپرست حکومت چارواکو له هغو ناروغانو څخه چې د روغتیا د کمیسیون د تایید وړ دي غوښتنه کړې چې د تورخم لارې ته له تګ څخه ډډه وکړي.