د راولپنډۍ اډياله جيل کښې د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي خلاف د سيفرينګ کيس سماعت بغير د څه کاروائي نه ځنډولي شوي دي۔

باغی ټي وي رپورټ
د راولپنډۍ اډياله جيل کښې د پخواني وزيراعظم عمران خان او پخواني خارجه وزير شاه محمود قريشي خلاف د سيفرينګ کيس سماعت بغير د څه کاروائي نه ځنډولي شوي دي۔
په اډياله جيل کې دسرکاري رازونو دمخنيوي دځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين په اډياله جيل کې دکيس اوريدنه وکړه چې پکې عمران خان اؤ شاه محمود قريشي عدالت کې موجود وؤ.
د ايف آئي اے اسپيشل پراسيکيوټر ذوالفقار عباس نقوي، د عمران خان قانوني ټيم او شاه محمود قريشي او د هغوي کورنۍ هم د عدالت په کمره کښې موجود وو۔د سایفر مقدمې اورېدنې لپاره د اډياله جيل بهر سخت امنيتي انتظامات شوي وو او د مقدمې د کوريج لپاره د اډياله جيل نه بهر په گڼ شمير کې د ځايي او بهرنۍ ميډيا استازي هم موجود وو خو د ميډيا استازو ته د ننوتو اجازه نه وه ورکړل شوې.
د ځانګړې محکمې قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين د مقدمې اورېدنه د دسمبر تر څلورمې نېټې پورې وځنډوله.
ياده دي وي چي د قانون وزارت د نومبر په 29مه نيټه اډياله جيل کښي د آفيشل سيکريټ ايکټ اوريدنې په اړه نوټيفيکيشن جاري کړي وو۔
په تېره اورېدنه کې د ځانګړې محکمې قاضي امر کړی و، چې د سېفر قضيه په علني محکمه کې اوري او د رسنيو له استازو يې غوښتي وو، چې د کوريج اجازه ورکړي، خو د پټ قانون له مخې جوړې شوې ځانګړې محکمې پرېکړه وکړه، چې د سايفر قضيې اورېدنه په علني محکمه کې وکړي. دامنيتي انديښنو په نظر کې نيولو سره يې په جيل کې ترسره کولو غوښتنه کړې وه او بيا نگران وفاقي کابينې په دې اړه رسمي نوټيفيکيشن هم جاري کړى ؤ.






