قامي احتساب بيورو (نيب) د پنجاب د پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي او نورو په ضد د يو ارب روپو نه زيات ريفرنس دائر کړے دے

0
199

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: قامي احتساب بيورو (نيب) د پنجاب د پخواني وزيراعلي چوهدري پروېز الهي او نورو په ضد د يو ارب روپو نه زيات ريفرنس دائر کړے دے۔

د نيب ريفرنس کښې چوهدري پروېز الهي او د هغه زوئ مونس الهي نومونه اصلي ملزمان ګرځول شوي او وئيلي شوي دي چې پروېز الهي، مونس الهي او نور ملزمان قامي خزانې ته په نقصان رسولو کښې ککړ دي۔د ريفرنس ترمخه پروېز الهي او مونس الهي په غيرقانوني توګه د ۱۱۶ پرمختيايي سکېمونو منظوري ورکړې، پروېز الهي او مونس الهي د خپلې خوښې کنټريکټران ته د قراردادونو په ورکولو سره رشوتونه اخستي، پروېز الهي د ۷۴۴.۵ ميليونه روپو نه زياتې رشوتونه او کک بیکونه اخستي دي.

د نيب ريفرنس کښي وئيلي شوي دي چي اکاؤنټنټ د مونس الهي او د هغه د خاندان په اکاونټونو کښي کرک بیکونه جمع کړي دي، مونس الٰهي په خپل خارجي بنک اکاونټ کښي يو لاکه 61 زره يورو جمع کړي دي، د پرويز الهي د خاندان غړو د 304 لاکه روپو نه زياتي جمع کړي دي۔
د نيب ريفرنس کښې وئيلي شوي دي چې په تحقيقاتو کښې ملزمان مجرم ثابت شوي نو احتساب عدالت دې مقدمه ترسره کړي او ملزمانو ته دې سزا ورکړي۔

Leave a reply