حماس د اسراييلي عسکرو د خلاصون په بدل کې خپل شرطونه وړاندې کړل

0
155

باغي ټي وي رپورټ
د حماس یوه جګپوړي مشر ویلي دي چې حماس منځګړو ی د اسرائیلي عسکرو د خوشې کولو په بدل کې د خپلو شرطونو په اړه خبر کړی دی.

د عربي رسنیو د راپور له مخې، په غزه کې د حماس او اسرائیلو تر منځ په روانه جګړه کې د موقتي اوربند په اړه د خبرو اترو په ترڅ کې حماس د اوربند د غځولو او د اسرائیلي پوځیانو د خلاصون په اړه خپل رضایت څرګند کړی دی.

نوموړي ویلي، چې حماس د ټولو اسراییلي پوځیانو د خلاصون په بدل کې د ټولو فلسطیني بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې د حماس له خوا د نیول شویو اسراییلي یرغمل شویو خوشې کولو او د اوربند د مودې د غځولو په اړه هم خبرې روانې دي.

د فلسطین د روغتیا پخواني وزیر وویل چې حماس ورته ویلي دي چې اسراییل باید لومړی د خپلو ټانکونو او نظامي تجهیزاتو سره له غزې څخه د سرتیرو د خوشې کولو لپاره راستانه شي.باسم نعيم وويل، که اسراييل د خپلو پوځيانو خوشې کول غواړي، نو بايد لومړی پر غزې خپل يرغل ودروي او د غزې محاصره دې پای ته ورسوي او بيا دې د اکتوبر په اوومه د حماس له خوا د يرغمل شويو اسرائيلي پوځيانو په بدل کې ټول فلسطيني بنديان خوشې کړي.

له بلې خوا عربي رسنیو ادعا کړې، چې د قطر او مصر په منځګړیتوب د اوربند د دویم ځل تمدید لپاره د حماس او اسراییلو ترمنځ خبرې روانې دي، په داسې حال کې چې حماس د دویم ځل لپاره د اوربند د مودې غځولو موافقه کړې ده، خو حماس دا خبره رد کړې ده او د اوربند د مودې غځولو لپاره ی د اسراییلو وړاندیز رد کړ.

Leave a reply