لاهور کښې د پټوکي نه په تفريحي سفر کشمير ته د تلونکي خصوصي کالج په بس باندې ډزې شوي

په پیښه کښې دوه زنانه زده کوونکې ژوبل شوي او يوه طالبعلم په سر کښې د مرمي د لګيدو له امله وينټيليټر ته منتقل کړې شوې ده۔
0
187

باغی ټي وي رپورټ
لاهور کښې د پټوکي نه په تفريحي سفر کشمير ته د تلونکي خصوصي کالج په بس باندې ډزې شوي چې پکښې دوه زنانه زده کوونکې ژوبل شوي او يوه طالبعلم په سر کښې د مرمي د لګيدو له امله وينټيليټر ته منتقل کړې شوې ده۔

یوه بله زده کوونکې نمرہ چې سندرغاړی ته نژدې پر بس د نامعلومو کسانو په ډزو کې ټپي شوې وه، د لاهور په سروسز روغتون کې تر درملنې لاندې ده، چې د هغې حالت له خطره بهر دی.

جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کې نمره وويل زه او عايشه د بس شاته ناست وو چې ناڅاپه ډزې وشوې چې له امله يې موږ دواړه ژوبل شول، د بس شيشه هم مات شوه چې وروسته د ژغورنې عملې موږ روغتون ته ورسولو.
د نمرې ورور حمزه وايي، مرمۍ د نمرې د سر په چپ اړخ لګېدلې ده، استاد په ټلیفون ورته ویلي وو، چې نمرا لږ ټپي شوې ده، په روغتون کې معلومه شوه، چې نمرا په سر لګېدلې ده.

حمزه دا هم وويل چې د کالج دوه زده کوونکي ټپيان شوي زده کوونکي روغتون ته ولېږدول او په تفريحي سفر روان شول.

Leave a reply