په لندن کښې سیکان د آزاد خالصتان وطن لپاره ټاکنې کوي

0
145

باغي ټي وي رپورټ
د انګلستان په ستر ښار لندن کښې د هندوستان د سیکانو د آزاد او خپلواک خالصتان لپاره ټاکنې پیل کیږي، په دې ټاکنو کښې به کم او زیات ۵۰ زره سیکان برخه واخلي.

د رپورټ مطابق دا ټاکنې د لندن په ښار د سپریم کورټ ودانې نه نه شاته د کوین الزبتهه ۲ په سرکاري ودانې کښې کیږي او د رپورټ مطابق د ټاکنو په ځای باندې د خالصتان بیرغ هم لګیدلې دې.
د سیکانو مشرانو د لندن او هند سفارت هم مننه کړې چې دوی له ی اجازت ورکړې چې د سیکانو لپاره د خپلواک وطن خالصتان لپاره ټاکنې وکړی، دوی وایی چې آزاد او خپلواک خالصتان د سیکانو حق دې.
د جیو نیوز په ویب پانړه یو رپورټ مطابق د سیکانو یو مشر پرم جیت سنگھ وایی چې ددې ټاکنو څارنه یو آزاد کمیسون کوي او یو بل د سیکانو مشر رسنیو ته ویلي دي چې ددې ټاکنو په تابیا کولو د هند حکومت دده په ضد جعلی کیسونه جوړ کړي دي.

Leave a reply