د هند کرکټ لوبډله به د نړیوال جام سیالیو نه بهر شي: آکاش چوپړا

0
177

باغي ټي وي رپورټ
د هندوستان یو تن چې د کرکټ په لوبه تجزیه کوي، په متحده عرب امارات کښې روان د نړیوال د کرکټ په شل اووریز جام په اړه وړاندوینه کړې ده چې ددې جام فاینل به د پاکستان او انګلستان لوبډلو ترمینځ وشي.

آکاش چوپړا په خپل ټویټر پانړه لیکلی دي چې د بهارت لوبډله به ددې نړیوال کرکټ جام نه بهر شی او دغه شان به ددې کرکټ جام فاینل لوبه د پاکستان او انګلستان ټیمونو ترمینځ ترسره شي.
یاده دې وی چې په دې نړیوال جام کښې د پاکستان کرکټ لوبډله په اولنۍ لوبه کښې هندوستان ټیم ته ماتې ورکړه، د پاکستان ټیم په دویم میچ کښې د ګاونډی هیواد افغانستان ټیم ته هم ماتې ورکړه.
دا خبره هم د یادونې ده چې پاکستاني چارواکو د بیانونو او ثبوتونو مطابق د هندوستان هیواد نه د نیوزي لینډ ټیم د پاکستان دوره ناکا مه ولو لپاره جعلي بریښنا لیکونو ولیږل شو چې په پاکستان کښې به د نیوزي لینډ ټیم لوبغاړي د ترهګر له اړخه په نخه شی او هم دغه شان پاکستان ته په دوره راغلي د نیوزي لینډ ټیم لوبغاړو په پاکستان کښې د سیکوریټي بهانه جوړه کړه، د پاکستان ټیم سره ی د لوبې نه انکار وکړه او واپس خپل هیواد ته ستون شو، په اماراتو کښې د پاکستان ټیم د نیوزي لینډ ټیم ته هم شکست ورکړې دې.

Leave a reply