د فاټا قامي جرګې مشرانو او مخورو په جمرود کښې غونډه کړې

0
96

باغي ټي وي رپورټ
دا غونډه پرون په شاکس جمرود کښې د ملک بسم الله خان حجره کښې ترسره شو دې، د جرګې مشرانو اوویل چې په ضلع خیبر کښې د بلدیاتي انتخاباتو فیصله په جلتې کښې شوي ده او دوه به عدالت ته لاړ شي چې دا ووټونه ایسار کړي.

مشرانو اوویل چی وسنې وضع د بلدیاتي ټاکنو لپاره مناسب نه ده او ددې ایسارولو لپاره به دوی د عدالت دروازه وټکوي، مشرانو اوویل چې په قبایلي علاقو کښې د بلدیات لپاره کوم نظام یا انفراسټرکچر نشته او وس دا ټاکنې کول بې فایدې دي.
په دې جرګه کښې د ټولو قبایلي علاقو نه مشرانو او مخورو ګډون وکړو ، په د جرګه کښې ملک نایب خان آدم خیل ایف آر کوهاټ، ملک شکیل اورګزی ایجنسی، ملک محمدی شاه باجوړ ایجنسئ، ملک عبدالرزاق زاخیل خیل خیبر ایجنسی، ملک خالد زاخیل خیل خیبر، حاجی موسی خان برقمبر خیل باړه خیبر، ملک ولایت شاه کوکی خیل خیبر، ملک تماشه شلماني خيبر، حاجي زيارت ګل مومند، ملک داود شاه کوکي خيل خيبر، ملک نجيب کوکي خيل خيبر، حاجي نقيب شاه کوکي خيل خيبر، ملک يار محمد آدم خيل ايف آر پيښور، ملک رقيب ګل وزير شمالي وزيرستان، ملک بوستان، شمالي وزيرستان، ملک شيرا جان داوړ شمالي وزيرستان، غني نور، شمالي وزيرستان، ملک نصرت مومند، ملک اقر مومند، ملک شير محمد باجوړ، شاکر آدم خيل، جعفر آدم خيل، راحت آدم خيل ايف آر کوهاټ، ملک زراب کوکي خيل خيبر، ملک منور منګل کرم ادارې ګډون وکړو.

Leave a reply