په کابل کښې د امارت اسلامی خارجه وزیر او د پاکستان سفیر ملاقات

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقي د پاکستان سفیر منصور احمد سره ملاقات کړي ، د افغانستان او پاکستان ترمینځ د دوه اړخیز اړیکو ښه کولو په اړه خبرې شوي.
د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې په دې ملاقات کښې د پاکستان او افغانستان ترمینځ دو طرف تجارت ته وده ورکولو او د افغانستان سره د بشري مرستو په اړه ټینګار وشو او ژمنه وشوه چې دواړه هیوادونه به داسې ګامونه پورته کړی چې د دواړه هیوادونو اړیکې ښې ، د دواړو هیوادونو ترمینځ دوه اړخیز تجارت ته وده ورکړې شي.
په پوله د مسافرو ته دتګ راتګ او دې مسافرو لپاره د اسانتیاوې او سهولتونو پیدا کولو لپاره هم خبرې وشوې ، یاده دې وی چې پرون هم په تورخم پوله د امارت اسلامی مشرانو د پاکستان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې په ګنړ شمیر افغان مریضانو ته اجازت ورکړې شي . د امارت اسلامی مشرانو وینا وه چې نن سبا تر ۵۰ افغان مریضانو ته اجازت ورکولې شي خو په تورخم کښې په سلګونو افغان مریضان وی چې غواړي چې پاکستان ته د علاج لپاره سفر وکړي، دوی غوښتنه وکړه چې د تورخم په پوله دې په تر ۱۰۰ او ۲۰۰ افغان مریضانو ته اجازت ورکړې شی چې دوی پاکستان ته سفر وکړي.
Called on Afghan Foreign Minister Excellency Amir Khan Muttaqi and discussed strengthening bilateral engagement including in humanitarian field, trade & movement of people @SMQureshiPTI @ForeignOfficePk @FMPublicDiploPK @mfa_afghanistan@PakinAfg pic.twitter.com/cH0OEUzN1V
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) October 30, 2021






