زمونږ غوښتنې دې اومنل شي: خوګا خیل قوم
باغي ټي وي رپورټ
نن پاک افغان پوله تورخم سره نزدې په لنډیکوتل کښې د خوګا خیل قوم مشرانو او ځوانانو له اړخه د پيښور او تورخم په لویه لار احتجاجی پرلت پیل شو، د پرلت کوونکو وینا ده چې دوی ته د این ایل سي شوې جعلي معاهده منظوره نه ده او این ایل سي دې په تورخم کښې زمونږ په جایداد کار بند کړي.
دې احتجاج پرلت کوونکو ته د خوګا خیل قبیلې اوسیدونکې او د جمعیت علمای اسلام مشر مفتی محمد اعجاز شینواري اوویل چې په تورخم کښ ددوی پلار نیکه د جایداد ستونزه د ډیروخت نه روانه ده، دوی غوښتنه وکړه چې این ایل سي دې مونږ سره خبرې وکړی چې دا ستونزه هواره شي، دوی اوویل چې خپل جایده ویړیا چاته هم نه شو ورکولې او د این ایل سی اهلکار دې دوی سره خبرو ته کښیني چې دا ستونزه په خبرو او انصاف سره هواره شي.
د خوګا خیل قوم تورخم پوله سره نزدې شهید موړو کښې پرلت شروع کړو ، پرلت کوونکي وایی چې این ایل سي سره شوې جعلي معاهده دوی نه مني، دوی دهمکي ورکړه که چرې این ایل سي اهلکار په تورخم کښې په د معاهدې پرته پیل شوې کار بنده نه کړي نوی دوی په زور او طاقت دا کار بند کړي.
مفتی محمد اعجاز شینواری اوویل چې په یوه هفته کښې دې این ایل سي کار بند کړي او که بند ی نه کړو نو دوی په خپل طاقت سره دا کار وکړي او کار به بند کړي.
په دې احتجاجي پرلت کښې د خوګا خیل قوم مشران حاجی ذکریا شینواري، عالم شیر، اسرار شینواری، ملک خیال محمد شینواري، نایب شاه، سفیرالله او یو شمیر نور مشرانو او ځوانان شامل دي.