قامي احتساب بيورو (نيب) د 190 ميليونه پاونډ سکیم په مقدمه كښې د عمران خان د ګرفتارۍ لپاره په بېلا بېلو آپشنونو غور پېل كړې۔
باغي ټي وی رپورټ
د سرچينو ترمخه نيب بايد ملزم نيولي په 24 ساعتونو کې عدالت ته وړاندې کړي.
د نيب ذرائعو ترمخه اډياله جيل کښې جسماني ريمانډ ترلاسه کولو لپاره د قانون وزارت نوټيفيکيشن ضروري دے او هيله ده چې د جېل اورېدنې نوټيفيکيشن به څه موده کښې جاري شي۔ نوټيفيکيشن جاري کيدو نو د احتساب عدالت جج محمد بشير به د اوريدنې اوريدنه اډياله جيل کښې کوي۔
ياده دي وي چي تيره ورځ د اسلام آباد احتساب عدالت د پي ټي آئي چيئرمين د ګرفتاري وارنټ جاري کړي وو او عدالت د اډياله جيل سپرنټنډنټ ته د ګرفتاري وارنټ عمل کولو هدايات جاري کړي وو۔
د پي ټي آئي چيئرمېن تر دې وړاندې هم په اډياله جيل کښې بندي دے او د سکيورټي انديښنو له وجې د هغه مقدمه په جيل کښې روانه ده، په ده باندې د سيفران کيس کښې فرد جرم لګولې شوې دې۔