د مسلم ليګ (ن) مشر مصدق ملک وئيلي دي چې د انتخاباتو نه وړاندې به پټرول ارزانه شي او د انتخاباتو نه پس به په پاکستان کې ضرور اقتصادي استحکام راشي.

0
40

باغي ټي وی رپورټ

د جيو نيوز پروګرام ‘کيپيټل ټاک’ کې خبرو کې مصدق ملک وويل، پاکستان کې به د ټاکنو نه وروسته ضرور اقتصادي ثبات راشي، دا مهال زمونږ په هېواد کې د اميد نشتوالی دی، په جوړښتي بدلون او سمې تګلارې سره به غربت ختم شي، منتخب حکومت به تر يو نيم کال پورې سختې پرېکړې وکړي چې له دې وروسته به هېواد د پرمختګ په لور روان شي.

ده ووئيل چې سياسي ګوندونه دې د اقتصاد په اړه په خپله نقطه عمل وكړي، د هېواد د عايداتو زياتولو لپاره به وسيلې پيدا كولې شي، د (ن) ليګ د اقتصادي اېجنډا اصلي ټكى به د غريب اولس، سرمايه كارۍ په وړاندې خنډونه وي. او په هیواد کې سوداګري به لرې کړي.

مصدق ملک وايي، له ټاکنو مخکې به پټرول ارزانه وي، خو د هېواد د عوایدو د زیاتولو وسیله باید رامنځته شي.

Leave a reply